د کورنيو چارو وزارت پر خپل ټويټر( ایکس) پاڼه ليکلي چې: د لوګر امنيې قوماندانۍ اړوند د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو په یو پلټونکي عملیات کې
یوه د الوتکو ضد وسله SA-7 Grail (9K32 Strela-2)، یو میل دهشکه، یوه قبضه امریکايي ثقیل، او یو میل زیکویک لاسته راوړي دي.

پر دې سربېره نن په کابل کې د شر او فساد ډلې يو تن غړی هم له يو شمېر وسلو سره ونيول شو او همدا رنګه د هېواد په څو نورو ولايتونو کې هم پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د قاچاق مخنيوی د کوکنارو د کښت له منځه وړل او ګڼ شمېر نورې لاسته راوړنې لرلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version