د ماليې وزارت په خپل ټويټر (اېکس‌) خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي چې: د کندهار ولایت د ګمرک اړوند د سپین بولدک ګمرک ځیرکو کارکوونکو د يو لړ پلټنو په پایله کي د (۱۰) کيلو ګرامه تاريخي پاڼو او (۵۲) کيلو ګرامه قيمتي خاورې له قاچاق څخه مخنیوی کړی.

‏په خبر پاڼه کې راغلي چې: قاچاق کوونکو ياد توکي په ډېر مهارت سره په یوه صادراتي محموله کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې، چې په پټه یې پاکستان هیواد ته ولېږدوي.

همدارنګه زياتوي چې په پېښه کې دواړه تورن کسان نیول شوي او د نورو اجرأتو له پاره اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

هاخوا په يوه بل خبر کې چې د هلمند امنيه قوماندانۍ له لوري خپور شوی راغلي چې په ياد ولايت کې د ۸۰ ټنه‌ اوسپنې د قاچاق مخه نيول شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل پاکستان هېواد ته یې قاچاق کړي.
د مسؤلينو په وينا يو عراده بار وړونکی موټر او دوه تنه چې د هلمند ولايت په صفار ريګ ولسوالۍ کې نيول شوي غوښتل یې پکې بار ۸۰ ټنه اوسپنه پاکستان هېواد ته قاچاق کړي چې په پايله کې اوسپنه ظبط او په تړاو یې دوه کسان نيول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې له هېواده بهر د قيمتي ډبرو او نورو توکو د قاچاق د منعې‌ سربېره اسلامي امارت د اوسپنې په قاچاق هم کلک بنديز لږولی او په بېلابېلو پېښو کې ډېر شمېر د قاچاق عاملين نيول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version