د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې  په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۴۴۳ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د مسوولینو په خبره د اوبو رسولو دغه شبکه د یاد ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د یادې پروژې چارې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په راتلوونکي کې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version