Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»لوگر کې د کرومایټو د یو کان د استخراج چارې پیلېږي
    افغانستان

    لوگر کې د کرومایټو د یو کان د استخراج چارې پیلېږي

    صابر افغانصابر افغان12 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د لوگر د ازرې ولسوالۍ د ببر سیمې د کرومایټو کان چې څه موده مخکې یې داوطلبۍ ته وړاندې کړی و، د داوطلبو شرکتونو په شتون کې د شېرزاد منرال شرکت ته ورکړل شو.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه داوطلبۍ کې د ۱۹ شرکتونو له جملې ۸ شرکتونو د داوطلبۍ شرطونه پوره کړي وو، چې د شېرزاد منرال د کانونو د استخراج او پروسس شرکت یو ټن د ۱۶۰۰۰ افغانیو رویالیټي په قیمت د پینځو کلونو لپاره ورکړل شو.د خبرپاڼې له مخې، د دغه کان پراخوالی ۰.۲۴ هکټاره دی او یاد شرکت به د ۱۵۱ مېلیونه افغانۍ پانگونه کوي، چې د ټولنیزو چوپړتیاوو سربېره به ۴۵ تنو د کار زمینه هم برابروي او د پینځو کلونو په موده کې به له یاد کان څخه ۵۶۰۰۰ ټنه کرومایټ استخراجوي.د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو د درېیم بلاک د نیمې برخې تړون د خپلواک کاظمي د کانونو د استخراج او پروسس شرکت سره لاسلیک کړ.:«د درېیم بلاک د نیمې برخې سرب او جست چې ۱۰۵ کیلومټره مربع مساحت لري، ۱۰ مېلیونه ډالر به د ټولنیزو خدمتونو لپاره، د پروسس کارخونې جوړول، له فاریاب څځه تر بادغیس او له غور څخه تر هرات پورې د ۵۰۰ کیلومټره سرک جوړول، ۲۰ سلنه رویالیټي، له عوایدو څخه ۲۰ سلنه مالیه د ځمکې کرایه او دیاد کان ټول پروسس به د هېواد دننه ترسره کېږي.»کرومایټ له اوسپنې ډکه تیږه ده، چې د ډېرو کلکو وسایلو په جوړولو کې کارول کېږي.په هېواد کې د بشپړ امنیت له امله اوس‌مهال د هېواد گڼ کانونو شرکتونو ته ورکړل شوي، چې هره میاشت ترې د حکومت خزانې ته مېلیونونه افغانۍ عواید راځي او ورسره زرگونه تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

    مخکینۍ مقالهWhat is the main reason behind the arrest of Manizha Seddiqi?
    راتلونکي مقاله وحشي دوستم څوک دی او کوم ظلمونه يې کړي؟

    مربوطه لیکنې

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026

    د کابل او تاشکند ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

    25 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 مې 2026

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    ‏بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د قطر سفیر، دکتور مردف القاشوطي د دغه…

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026

    ایران وایي، راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار اخلي

    25 مې 2026

    ‏د پاکستاني رژیم له بندخونو څخه نږدې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد شول

    25 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.