Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»ماشومانو ته تروریستان ویل؛ له افغانستان سره د محقق د دښمنۍ ښکاره ثبوت
    تورې څېرې

    ماشومانو ته تروریستان ویل؛ له افغانستان سره د محقق د دښمنۍ ښکاره ثبوت

    صابر افغانصابر افغان28 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې د پاکستاني الوتکو له لوري د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې له بهرنیو او کورنیو رسنیو څخه د مرګونو هوایي بریدونو ناوړه خبر خپور شو؛ دې بوږنوونکې پېښې ۴۶ بې انسانان په شهادت ورسول.

    دې بریدونو د افغانستان دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول، د افغانستان پر سرپرست حکومت سربېره، بېلابیلو بنسټونو، مؤسسو او بهرنیو هېوادونو هم دغه ډارن بریدونه په کلکه وغندل او خواشیني یې ښکاره کړه.

    په همدې حال کې، د پرځېدلي جمهوریت ګڼ شمېر تښتېدليو چارواکو، د شر او فساد لارویانو په بې‌ پروا ډول د انسانیت تر پښو لاندې کولو سره، دغه بریدونه د ځان لپاره په نېک فال ونیول او له پېښې شوې غمیزې څخه یې خوشحالي څرګنده کړه.

    محمد محقق چې یو له پخوانیو بدنامو څهرو څخه و، د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ په پایله کې شهیدانو شویو ملکي وګړو او ماشومانو ته د ترهګرو په ویلو سره هڅه وکړه چې دا نه بښونکی جنایت په بله بڼه وښيي.

    محقق پر خپله اېکس پاڼه په خپاره شوي پیغام کې، د حزب وحدت په استازولۍ نه یوازې د پاکستان دغه وحشیانه جنایت غندلی نه دی او له کړیدلي افغان ملت سره یې خپله خواخوږي نه ده ښودلې، بلکې د افغانستان سرپرست حکومت یې په دې تورن کړی چې د بهرنیو وسلوالو ډلو کوربه دی، په داسې حال کې چې د نړۍ ټول هېوادونه (که د اوسني حکومت ملاتړي وي او که مخالفین) د محقق د دې بې بنسټه ادعا خلاف شاهدي ورکوي.

    محقق په داسې حال کې د دې پېښې قربانیان ترهګر بولي چې د سیمې د اوسېدونکو او باوري رسنیو په وینا، د پېښي ډېری قربانیان ښځې او ماشومان وو. یونیسف هم د جدي میاشتې په شپږمه د پاکستاني پوځیانو په هوایي برید کې د ۲۰ ماشومانو د شهادت خبر ورکړی و.

    که محقق او د هغه جعلي ګوند بې ګناه ښځې او ماشومان ترهګر ګڼي او له دې لارې د هغوی قرباني کېدل روا بولي، نو د دې بدخویه او د ماشومانو قاتل صهیونیستي رژیم ترمنځ څه توپیر دی؟ هغه څه دي چې دا دواړه له یو بل څخه بېلولی شي؟

    ایا دا دا ریښتیا ندي چې صهیونیستي رژیم هم په غزه کې د ترهګرۍ ضد جګړې په شعار سره په پرله‌ پسې ډول ماشومان، ښځې او ملکي وګړي شهیدانوي؟ هغه لوېدلی او وحشي کار چې اوس یې پاکستان د عملي کولو طرح خپله کړې او د محقق په څېر بدنام کسان پرې د تایید ټاپه لګوي!؟

    هغه څه چې د یادونې وړ دي؛ افغان ملت په داسې سختو ورځو کې تر بل هر وخت خپل دوست او دښمن ښه پېژني او د دواړو اصلي څهرې ورته جوتېږي. له همدې امله باید باور ولرو چې افغان ملت به د محقق دا سپکې څرګندونې او د هغه د جعلي ګوند د کړنو یاد په خپل ذهن کې خوندي وساتي.

    یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت: له ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا د داعش مرکزونه په نښه شوي
    راتلونکي مقاله امريکا کې د غربت له امله په سړکونو د اوسېدونکو خلکو شمېر ۱۸ سلنه ډير شوی

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 26 اپریل 2026

    د پاکستان پوځي رژیم شمالي وزیرستان کې جومات او د قرآن کریم لسګونه نسخې شهیدانې کړي

    له خیبر پښتونخوا ځایي سرچینې وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار د شمالي وزیرستان…

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر سیمه‌ ییزو مسایلو غږېدلی

    26 اپریل 2026

    د هېواد محاکمو د روان سپوږميز کال په درېيمه ربعه کې د ښځو اړوند څه باندې ۴ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    26 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان پوځي رژیم شمالي وزیرستان کې جومات او د قرآن کریم لسګونه نسخې شهیدانې کړي

    26 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر سیمه‌ ییزو مسایلو غږېدلی

    26 اپریل 2026

    د هېواد محاکمو د روان سپوږميز کال په درېيمه ربعه کې د ښځو اړوند څه باندې ۴ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    26 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.