د مالیې وزارت وايي، د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې او د حکومت د مشرتابه د حکم له مخې د افغانستان لاس هغه موټرونه چې ماډل یې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې دی او د دې حکم له پلي کولو څخه مخکې هېواد ته وارد شوي او اوسمهال په گمرکونو کې په معلوم مقدار قید ولاړ دي، گمرکي پړاوونه یې په دوو میاشتو کې (د روان کال زمري تر ۲۴مې نېټې پورې) تر سره کېږي او له دې وروسته د ۲۰۰۵ څخه ښکته ماډل موټرونو په واردولو بندیز په جدي ډول پلی کېږي.: «هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې تر دې ښکته ماډل موترونه هېواد ته را وارد کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، همدارنگه د یاد حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء عالي مقام درېیمه گڼه حکم چې د هر ډول وسایطو صادرول منع شوي وو له دې وروسته سوداګریز وسایط او هغه وسایط چې شخص یې اسناد ولري د ریاست الوزراء له یاد حکم څخه مستثنی دي. د دې ترڅنگ هغه باروړونکي وسایط چې د ترانزیت او ترانزیتي سند ولري د هېواد په ټولو برخو کې د تگ او راتگ اجازه لري.

اوسمهال د کابل په گډون د هېواد په گڼو ولایتونو کې ډېر زاړه موټرونه چلېږي، چې هم یې د هوا په خرابوالي کې پوره ونډه اخیستې او هم وخت ناوخت د ټکرونو لامل گرځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version