د مالیې وزارت وايي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړۍ میاشت کې د هېواد د گمرکونو له لارې زرگونه محمولو تگ راتگ کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې وزارت له لوري د هېواد په گمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداگرو ته د پام‌وړ اسانتیاوې برابرې شوې، د گمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته شوي، فساد له منځه وړل شوی، برېښنايي سکېنرونه او تلې فعالې شوې او توکي پر وخت او راڼه ډول طی مراحل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د روان ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د هېواد له گمرکونو څخه د نږدې ۵۰ مېلیارده افغانیو په ارزښت زرگونه وارداتي، صادراتي او ترانزیتي محمولو تگ راتگ کړی دی، چې ټولیز وزن یې ۱.۷ مېلیون ټنو ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې د گمرکونو چارو د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۸.۲ سلنه پرمختگ کړی او په روان مالي کال کې به د ترتیب شوي پلان له پلې کولو سره سم د گمرکونو په چارو کې لا ډېر ښه‌والی او پرمختگ رامنځته شي.

اوسمهال د هېواد ډېر عواید له گمرکونو او کانونو تر لاسه کېږي، چې همدغه عواید د دولتي مامورینو د معاشونو سربېره د هېواد په ابادۍ کې هم کارېږي.

2 Comments

ځواب پریږدئ

Exit mobile version