د مالیې وزارت وايي، د تېرې ادارې څخه پر نظام د پاتې پورونو د ورکړې لړۍ روانه ده او تر دې مهاله یې گڼ شرکتونو ته پورونه ور اداء کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت له پرېکړې سره سم د تېرې ادارې څخه پر دولتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د بهیر د پیلولو وروسته تر اوسه د ۳۰ ادارو طلبات، تضمینات او تامنیات تثبیت او تایید شوي دي.:«د ۳۰ تثبیت شوو ادارو له ډلې څخه چې کومو ادارو د خپلو حوالو راپور له مالیې وزارت سره شریک کړی و، له تطبیقاتو وروسته یې د طلباتو لس سلنه برخه ورکول شوې ده او د پاتې نورو ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو پر تثبیت او تطبیقاتو کار روان دی.»

د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال د ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تامیانو د تثبیت او اجراء بهیر په نور مال ډول روان دی او هغه ادارې چې تثبیت شوي دي له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته یې له لس سلنه برخه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، تثبت شوې ادارې په لومړي سر کې د اړوندو حوالو راپور ترتیبوي او له مالیې وزارت سره یې شریکوي، چې د مالیې وزارت له لوري د حوالو د تطبیقاتو وروسته یې لس سلنه برخه ورکول کېږي.

د مالیې وزارت نه دي ویلي چې تر دې مهاله یې څومره پورونه اداء کړي او څومره پورونه پرې پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version