مالیې وزارت په هېواد کې د صنعتي کارخونو پخوانۍ گمرکي باقیدارۍ معاف کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د گمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د مالیې وزارت د مشرتابه د منظورۍ پر بنسټ په هېواد کې د صنعت د ملاتړ او پراختیا، صنعتکارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د گمرکي پړاوونو د ساده کولو په موخه د دوی ټولې پخوانۍ باقیاداري معاف شوې.

د خبرپاڼې له مخې، پخوا د صنعتي کارخونو د واردوونکو خامو توکو نوعیت ته په کتو د ۱ سلنې څخه تر ۲.۵ سلنې پورې گمرکي تعرفه اخیستل کېده؛ خو د نوې پرېکړې له مخې به له دې وروسته صنعتي کارخونو اړوند ټولو او هر نوعه خامو واردوونکو توکو څخه یوازې ۱ سلنه گمرکي تعرف اخیستل کېږي.:«د صنتعي کارخونو د حمایوي تعرفې زماني معیاد چې پخوا یوه ربع (درې میاشتې) او یا هم دوه ربعې وو، یو کال ته ډېر شو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت بیا له واکمېندو څخه پیل بیا تر اوسه پورې د صنعتي کارخونو د حمایوي تعرفې په برخه کې ټولې پخوانۍ گمرکي باقیداري معاف کړي دي.

د مالیې وزارت نه دي ویلي، چې صنعتکاران تر اوسه څومره باقي وو او څومره پیسې ورته معاف شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version