د مالیې وزارت وايي، پرو سږکال د هېواد گمرکي مسوولینو ۱۷۹زره ټنه قاچاقي توکي نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې وزارت له لوري د هېواد په گمرکونو کې د مهمو اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره له فساد سره جدي مبارزه هم شوې او د ممنوعه او قاچاقي توکو په کلکه مخنیوی شوی دی.:«د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست د گرځنده څارنې ځیرکو کارکوونکو په تېر ۱۴۰۲ل مالي کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د گڼ شمېر بې‌کیفیته او ممنوعه قاچاقي توکو مخنیوی کړی‌دی.»

د خبرپاڼې له مخې، د مالیې وزارت د گمرکونو مسوولینو د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هلمند او ننگرهار په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷۸،۱۹۴ ټنه بې‌کیفیته او ممنوعه توکو مخه نیولې، چې په هغه کې طبي، کرنیز او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه‌يي توکي او داسې نور توکي شامل دي.: «دغه توکي چې په قاچاقي ډول په نارسمي لارو له گاونډیو هېوادونو په ځانگړې توگه له پاکستان څځه افغانستان ته راوړل کېدل نیولي دي او عاملین یې اړوند ارگانونو ته ورپېژندلي‌دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، اوسمهال د هېواد په ټولو لویو لارو کې د گمرکونو لوی ریاست د گرځنده څارنې ډلې په پرله‌پسې توگه څارنه او گزمې کوي او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې قاچاقي او منع شوي توکي په ځانگړې هغه توکي چې د کورني صنعت د ودې او پرمختگ د مخنیوي سسب گرځي ولېږدوي یا راولېږدوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version