د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي په هرات کې د ترکمنستاني پلاوي سره لس هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ښاغلي عزیزي ویلي، اوسمهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تر بل هر وخت د سوداگرۍ د پراختیا لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او دواړه خواوې باید ورڅخه گټه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ودانیزو توکو لکه گول سیخ، رنگ، مرمرو ډبرو او خوراکي توکو په برخه کې لس هوکړه‌لیکونه د دواړو لورو لاسلیک شوي دي.

د دې هوکړه‌لیکونو له مخې به له افغانستانه ترکمنستان ته گول سیخ، رنگ او مرمر ډبرې صادرېږي.

روانه اوونۍ د ترکمنستان پلاوی هرات ته راغلی و، چې د هرات له صنعتي ښارگوټي څخه یې لیدنه وکړه او په گڼو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version