Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»متقي: افغانستان د ملگرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري
    افغانستان

    متقي: افغانستان د ملگرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش6 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ملگرو ملتونو ځانگړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي گډه ناسته کړې او د افغانستان په اوسنیو پرمختگونو یې ورسره خبرې کړې دي.
    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې پر وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختگونو، د خپلواکې ارزونې وړاندیزونو او راتلونکې دوحې ناستې په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
    د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» د ناستې او په بېجینگ کې د افغانستان د سفیر د باورلیک منلو په تړاو معلومات وړاندې کړل او دا یې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امارت لپاره هیله‌بښونکي پرمختگونه وگڼل.
    په خبرپاڼه کې ویل شوي، امارت د ملگرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک په تړاو یې د امارت دریځ تکرار کړ.:«د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانگړي استازي گمارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.»
    په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو وویل، په کابل کې د تېرې اوونۍ«د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناسته یې له نږدې څارلې او په دې تړاو یې بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي وویله. همدارنگه نوموړي وویل، د دوحې ناستې په موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی.:«په کابل کې باید د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور ډېر شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي، افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم شي. نړیوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي.»
    ښاغلي اوغلو ویلي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته بلنه ورکړل شوې او د امارت لوړپوړی پلاوی به پکې گډون وکړي.
    د جمهوریت له سقوط وروسته د نړۍ گڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې کړې؛ خو اوسمهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال شوي او له نړۍ سره د اړیکو جوړولو نوی باب پرانیستل شوی دی.

    مخکینۍ مقالهسيما سمر د بشر حقوق په نامه بهرنيانو ته دلالي کوله
    راتلونکي مقاله سعودي ته د بلېنکن سفر؛ اسرائیل لا هم پر غزه درانه بمونه وروي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷…

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.