د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د اروپايي ټولنې د ځانگړي استازي توماس نېکلاس سره لیدلي او په ځینو مهمو مسئایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د دوحې ۳ ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د گډون په اهمیت ټینگار شوی، چې پر مهمو مسئایلو به خبرې اترې وشي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت د دوحه ۳ ناستې څرنگوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.: «د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحه ۳ په ناسته کې د معناداره گډون غوښتونکي دي چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې استازي ته ویلي، چې افغانستان پس له ۴۵ کلونو جگړو او ویجاړیو بشپړ امنیت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پاموړ مثبتې لاستهراوړنې لري.