د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس قاسم امیري وايي، په دغه ولایت کې د ۵۶۰ څخه ډېر د کان کېدنې جوازونه وېشل شوي دي.

نوموړي د کانونو او پټرولیم له چارسمبالي وزیر شهاب‌الدین دلاور سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له حاکميت څخه وروسته په ټول پنجشېر کې د کاني توکو د ناقانونه استخراج او د قیمتي ډبرو قاچاق له منځه تللی.

د امیري په خبره، تر اوسه په پنجشېر کې له ۵۶۰ څخه زيات د زمرد کانونه د قانوني او اصولي استخراج لپاره د کان کېندنې جوازونه کان کېندونکو ته وېشلي چې په دې کې له ۱۰۰۰۰ زره څخه زيات د پنجشېر اوسېدونکو ته کاري زمينه برابره شوې ده.

نوموړي په پنجشېر کې د ټولو کاني سیمو د سروې لپاره د وزارت د تخنیکي او سروې ډلو د لېږلو او د یاقوت جوازونو د وېش غوښتنه کړې ده.

پنجشېر د زمرد، یاقوت او نورو قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري، چې مخکې د پنجشېر ځايي زورواکو له لوري استخراج کېدل؛ خو اوس د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په قانوني ډول استخراجېږي او عواید یې د حکومت خزانې ته ځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version