د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي په بهر کې د افغانستان له سفارتونو او قونسلګریو سره انلاین غونډه ترسره کړه.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او وروستیو پېښو په اړه معلومات شریک کړل.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي متقي ‏د روږدو د درملنې پر روغتون ترسره شوی برید چې پکې سلګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغانده او هغه یې د بشري اصولو ښکاره نقض وباله.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلي متقي د ټولو استازولیو مسئولین وهڅول چې په هیواد کې د وروستي وضعیت په تړاو د افغان حکومت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version