د افغان حکومت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه به دواړه لوري ته پروت ولس کوي.ذبیح الله مجاهد د میتیو میلر خبرو ته ځواب کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې مسئله امریکا پورې اړه نه لري او دا د کرښې دواړو لور ته د پروت ولس موضوع ده.وړاندې میلر ویلي وو چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نړیواله پوله ده.موده وړاندې د پاکستان مؤقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ طلوع نیوز سره خبرو کې ډیورنډ کرښه نړیواله پوله بللې وه چې وروسته د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل چې افغانستان به هېڅکله ډیورنډ کرښه په رسمیت و نه پېژني.ستانکري ویلي وو چې نیم افغانستان له کرښې اخوا پروت دی.په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړېدو وروسته تر اوسه هېڅ افغان حکومت ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د نړیوالې او رسمي پولې په توګه منلې نه ده او یوه فرضي او خیالي کرښه یې بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version