د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې پاکستان د افغانستان په اړه درواغجن اطلاعات تولیدوي او د هغو چینلونو له لارې چې د نړۍ د فریب لپاره یې را منځته کړي، تر هېوادونو رسوي.

نوموړي ویلي، چې دا درواغجن اطلاعات تر ډېره د افغانستان څخه د امنیتي تشویشونو په ایجاد را ټول وي او دا د دغه هېواد لپاره اوس یوه سوداګري ګرځیدلې.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان پوځ ځینې کړۍ د افغانستان او پاکستان د ملتونو تر منځ د فاصلې د زیاتولو او نفرتونو د ایجاد هڅه کوي او غواړي د اسلامي امارت په اړه د پاکستاني ولس ذهنیت خراب کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې چې اصلي عامل یې د همدې کړۍ ناسم سیاستونه دي، افغانستان ته منسوب او خپله ناکامي پټه کړي.

د مجاهد په خبره، دې کړۍ د پاکستان د امنیتي ستونزو د حل لپاره ټولې منطقي او معقولې هڅې سبوتاژ کړي او کلک مخالفت ورسره لري او زیاتوي چې یاده کړۍ یوه ځانګړې اجنډا مخته وړي او نه غواړي سیمه په بشپړه توګه له تاوتریخوالي او جګړې څخه پاکه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version