
د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی، د پاکستان پوځي رژیم هر ډول شوم عمل ځواب به په اسلاماباد کې ورکول کېږي.
نوموړي په خپل خبري کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت په هيڅچا تېری نه دی کړی او تل يې نړۍ او ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې هيچا ته به يې له خاورې زيان ونه رسېږي او تر اوسه په خپله وعده ولاړ دی.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې په سيمه کې امنيت او ثبات رامنځته شي او د همدې پاليسۍ له مخې یې د داعش پر ضد يوه اوږده او پرېکنده جګړه مخ ته يوړه، چې سيمې ته يې ګواښ پېښ کړی وو.

