‏د امنيت په ټينګښت کې د درې ګونو امنيتي ارګانونو مجاهدينو د تقدير غونډې ته چې په کورنيو چارو وزارت کې جوړه شوې وه د افغانستان د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد وويل: لکه څرنګه چې مو ارضي تمامیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی، همداسې به نږدې وخت کې پر خپل هوايي حریم هم کنټرول ترلاسه کړو.

ښاغلي مجاهد چې نن یې د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینغونډې ته خبرې کولې وویل:که هر څوک مو خاورې ته په سپکه وګوري نو د شته امکاناتو په کارونې به ورته ځواب ووايو.

همدا رنګه ښاغلي مجاهد چې مخامخ یې اشاره ځينو بهرنیو هېوادونو ته وه وویل: یوازې د خپل امیر اطاعت کوو، او د هیچا فرمایشات نه منو.

د کورنیو چارو وزارت له لوري جوړه شوې غونډه کې د هېواد درې ګونو ځواکونو سرتېري او مسؤلین چې د اخترونو او محرم په ورځو شپو کې یې بشپړ امنیت خوندي کړی وو، وستایل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version