له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال او د چين د فرهنګي ميراثونو د ملي ادارې له عمومي مشر لي‌ چُن سره د افغانستان او چين ترمنځ په فرهنګي تبادلې، د مس عينک په سيمه کې د لرغونو اثارو په خونديتوب، او افغان حکومت ته په ګنو تخنيکي برخو کې په بشري ظرفيت روزنې ناسته او خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرگنده کړه چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب له تضمین سره د مسو کان استخراج او پروسس ژر پیل شي.

همدا راز مولوي امیر خان متقي په خپلو خبرو کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو په نښلون کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دهلیز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

همدا راز خبر پاڼه زياتوي چې: د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې مثبتې وبللې او افغانستان ته په خپل راتگ او له ځینو کلتوري سیمو په لیدنه یې خوښي څرگنده کړه.

ښاغلي لي چُن وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنگي همکاري کولای شي په گڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.

د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال وویل، د مس عینک پروژه په خپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنگي تبادلې او تفاهم یو مثال دی او زیاته یې کړه چې د کانونو او فرهنگي چارو متخصصین یې په دې سفر کې ملتیا کوي ترڅو د مس عینک د استخراج چارې په داسې ډول پیل شي چې د لرغونو اثارو خوندیتوب هم تضمین شوی وي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې پرون د نړۍ په کچه د مسو د دويم ستر کان مس عينک د عملي چارو پرانيسته وشوه چې قرارداد یې له ام سي سي چينايي کمپنۍ سره شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version