د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کار ملي کنفرانس ته د هېواد د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې وويل: ولسونو ته د کارونو برابرول او د دوی د اړتياوو پوره کول، پر موږ د دوی حق دی مناسب فرصت رامنځته شوی چې بايد روانې هڅې‌ نورې هم ګړندۍ کړو.

ښاغلي مجاهد همدا رنګه زياته کړه چې: په اوسنيو شرايطو کې ولسونو ته د کار زمينه برابرول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ده او موږ به د مسوليت له مخې دغه چاره ترسره کړو.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت پرون له خپلواکۍ راوروسته په هېواد کې د کارموندنې او اقتصادي ودې په موخه تر ټولو ستر ملي کنفرانس دایر کړ چې نن یې دوهمه او اخري ورځ ده.

د ياد وزارت په وينا په ياد کنفرانس کې به د کاري فرصتونو په رامنځته کولو د فقر په له منځه وړلو او اقتصادي ودې بحثونه وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version