د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د پاکستان پوځي رژیم غواړي د داخلي ستونزو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړو، چې دا زموږ له وسې نهده.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت یوازې په هغه ستونزو او بد امنیو کې مرسته کولاې شي، کوم چې له افغان خاورې دوی ته متوجه کېږي.
د نوموړي په خبره، په پاکستان کې داسې ډلې شتون لري چې غواړي ناامني جوړه کړي او د دغو ډلو مخنیوی زموږ مسئولیت نهدی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، موږ نه وو چې دغه ډول بریدونه تر سره کیدل، چې بېلګه یې پر پرویز مشرف برید او په لویو هډو او میدانونو بریدونه دي چې په پایله کې یې د ضرب غضب په نامه عملیات هم تر سره شول.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان بد امني او داخلي بریدونه داخلي موضوع ده، چې هیڅ ډول مسؤولیت یې افغانستان ته نه راجع کېږي.
