د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې د بلوچستان قلات ولسوالۍ په خالق آباد سیمه کې په یوه برید کې د پاکستان پوځي رژیم شپږ عسکر هلاک شوي دي.
ویل شوي، برید نامعلومه وسلهوالو تر سره کړی او په وژل شویو عسکرو کې کومانډویان هم شامل دي.
ورته مهال د پاکستان پوځي رژیم ځایي چارواکو ویلي، سیمه کې یې د بلوڅ آزادي غوښتونکو پر ضد عملیات پیل کړې دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو بریدونو زور اخیستی دی.
