په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، د یاد نظام تېرې مهرې او کړۍ بهر ته وتښتېدې او له رسېدو سره سم یې هلته ګڼ شمېر داسې ډلې او ټپلې رامنځ ته کړې چې غوښتل یې په افغانستان کې عامه نظم اخلال، امنیت بې ثباته او دا وطن یو ځل بیا د پردیو ګټو د خوندیتوب لپاره د نیابتي، قومي، سمتي او کورنیو جګړو په ډګر بدل کړي.

دوی په پیل کې خپلو ډلو او ټپلو ته ستر، ستر نومونه او شعارونه ورکړل، سترې لاپې یې ووهلې او له خپلو تېرو بادارانو، له جګړه خوښه ادارو او شبکو سره یې ناستې ولاړې پیل کړې او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دې کار لپاره پراخ کمپاینونه پیل کړل.

دوی د افغانستان د آزادۍ، پر افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت د بیا حاکمیت لپاره سترې دروغجنې ژمنې وکړې او هڅه یې کوله چې د خلکو له احساساتو ناوړه استفاده وکړي، له یوې خوا پکې خپلې تېرې له شرمه ډکې ماتې پټې کړي او له بلې خوا یو ځل بیا خلکو ته په دا ډول کاذبو وعدو او شعارونو دوکه ورکړي، دوی ته د شته امنیت د دوام په اړه اندېښنې راولاړې کړي او پر اوسني حاکمیت او ثبات یې بې باوره کړي. دوی دغه کار ته په پراخه کچه کمپاینونه وکړل.

خو د دوی او د دوی د ملاتړو مرموزو او جګړه خوښو عناصرو له دغو غوړو او ګرمو وعدو سره، سره د افغانستان خلکو د دوی دا شعارونه هسې تېر ایستونکي او د دوی په سترګو کې د خاورې اچولو په معنی وګڼل، هېچا یې دغه خبرو ته غوږ ونه نیو او هر چا له شته امنیت او ثبات څخه په ګټې اخیستنې د خپل ژوند ورځنیو چارو ته دوام ورکړ. دغه حالت بهر مېشتې ډلې لا پسې وارخطا او کاواکه کړې، نو یې د خلکو د اذهانو د مغشوشولو لپاره بېلابېلې نورو لارې چارې وکارولې، د رسنیو په نوم یې د پروپاګند او منفي تبلیغاتو دستګاوې پرانیستې او د تورونو او شخصیت وژنې لړۍ یې روانه کړه.

اوس چې د دوی له دغو مخربو او عوام فرېبانه کړنو او فعالیتونو نږدې څلور کاله تېرېږي، دا ثابته شوه چې دوی له پیله تر پایله په دې ټولو هڅو کې ناکام او بدنام شول. د هېچا ذهنیت یې بدل نه شو کړای، اوسني شته امنیت او ثبات ته یې هېڅ زیان ونه شو رسولای او په دې ونه توانېدل چې خلک پر اوسني نظام او حاکمیت بې باوره کړي، بلکې برعکس په تېرو څلورو کلونو کې په کور دننه او بهر، د اوسني حکومت لاسته راوړنو ته په کتو د دغه حاکمیت اعتبار لا پسې ډېر او د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته یې راټوکېدلې هيلې لا پسې وغوړېدلې.

برعکس، په همدې نږدې څلورو کلونو کې دا ډلې ټپلې د پراخو مالي او اخلاقي فسادونو، تعصباتو، کشمکشونو بې باوریو او اختلافاتو له کبله د پاشلتیا تر پولې راورسېدلې، د بهرنیو په ملاتړ جوړ کړي چترونه او اجماوې یې سره وپاشل شوې او د یو او بل پراخ رازونه او فسادونه یې افشاء کړل. دوی په افغانستان کې دننه لا له وړاندې خپل حیثیت بایللی و، خو په بهر کې یې هم حیثیت لیلام شو او هېڅوک یې ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.

دوی به ښايي له دې وروسته بیا هم هڅه وکړي چې د خپل حیثیت د اعادې او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره بېلابېلې لارې چارې وکاروي، خو دوی به بیا هم د تېر په څېر په هره هڅه او هر ډګر کې ناکام او بدنام وي او د افغانستان خلک به یې د پرمختګ او ابادۍ پر وړاندې خپل ګامونه اخلي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version