Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»مخالفې ډلې له واقعي ملاتړه تر تبلیغاتي جګړې
    سیاسي لیکني

    مخالفې ډلې له واقعي ملاتړه تر تبلیغاتي جګړې

    عمران آغاعمران آغا7 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له افغانستان بهر، د افغان حکومت د هغو وړو او وېشل شویو مخالفو ډلو شمېر زیات شوی، چې په خپرو شوو اعلامیو کې لویې او خیالي ادعاوې کړې دي. ډېری دا ډلې ژورې ولسي ریښې او منسجم فکر نه لري، بلکې فعالیتونه یې یوازې تر مبالغه امېزه تبلیغاتو محدود پاتې دي. پوښتنه دا ده چې آیا ملاتړي هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان کولای شي له دا ډول خپرو او بې نفوذه ډلو څخه د یوې ستراتېژیکې وسیلې په توګه کار واخلي او جدي ګواښونه رامنځته کړي؟

    کله چې د استخباراتي او نظامي معادلاتو تاریخ ته ګورو، نو د یوې اغېزمنې جګړې پر مخ وړل یوازې د مالي مرستو یا وسلو پر ورکړې نه کېږي. یوه ډله که مشروعیت، منسجمه رهبري، نظم، ډسپلین او قوي تشکیلات و نه لري، نو د ګڼو او بېلابېلو ډلګیو همغږي کول او تر یوه هدف لاندې راوستل بهرنیو استخباراتي شبکو ته خورا لوړ لګښت لري او له عملي پلوه تر ډېره ناممکنه دي، خو بل پلو بیا دغه ډلې د تبلیغاتي ابزارو په توګه استفاده کول اسانه او ارزانه لاره ده.

    له بلې خوا، پخپله پاکستان کې اوسني سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالات د نویو نیابتي جګړو د مالي او لوژستیکي ملاتړ مخه نیسي. هلته مخ په زیاتېدونکی اقتصادي بحران، له نړیوالو مالي سازمانونو سره شته ننګونې او پر هغوی د نویو کورنیو وسلوالو ډلو فشار دا وړتیا تر ډېره محدوده کړې ده. دغسې یو رژیم چې له خپلو کورنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، د بل هېواد دننه د لسګونو بېلابېلو جبهو جوړول او پالل د پوځي رژیم له اقتصادي او نظامي توانه بهر خبره ده.

    په تاریخي لحاظ، د بهرنیو هېوادونو لخوا له غیرمنظمو او بې پلانه نیابتي ډلو کار اخیستل تل برعکس خطر زېږولی. د نا مشروع او بې هدفه سیاسیونو او وسلوالو روزل او کارول، سبا بېرته د کوربه هېوادونو امنیت ته لوی ګواښونه جوړ کړي. پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د استخباراتي او وسلوالو ډلو له دا ډول ناوړه پایلو څخه خورا سخت زیان لیدلی او دا ترخه تجربه ترې نوي فرصتونه هم اخلي. خو ښکاري چې د پوځي رژیم مشرانو لا هم درس نه دی اخیستی.

    له دې ټولو سره سره چې مخالفې ډلې پاشلې دي او نه شي کولای ګواښوونکي نظامي فعالیتونه وکړي، خو د آی ایس آی په دستور د رواني او تبلیغاتي جګړې لپاره له نیرنګونو او تبلیغاتو کار اخلي، د خلکو رواني امنیت زیانمنوي او هڅه کوي عامه افکار خپل لوري ته واړوي. یا په بل عبارت، دا ډلې د حکومت د چپه کولو ظرفیت نه لري، مګر د یوې تبلیغاتي حربې او غولوونکې وسلې په توګه د مؤقتي استخباراتي فشار لپاره د آی ایس آی ښه ابزار ګرځېدلي.

    که څه هم ګاونډي هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان له بېلابېلو نیابتي ډلو څخه د لنډمهالي تبلیغاتي کمپاینونو او رواني جګړې لپاره کار اخلي، خو تر هغو چې دا ډلې مشروعیت، ښکاره هدف، ولسي ملاتړ او استقلالیت و نه لري، هېڅکله په یوه لوی او نه ماتېدونکي ستراتیژیک ګواښ نه شي بدلېدای. لنډمهالې هڅې به وکړي، مګر د اراضي تصرف او نظامي وضعیت د بدلولو چانس یې تر ډېره صفر ته نږدې دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهولې بهرنی ملاتړ د نیابتي ډلو د ناکامۍ بنسټ جوړوي؟
    راتلونکي مقاله د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان: پاکستان دې د نورو د دفاع پر ځای لومړی خپل کور سم کړي

    مربوطه لیکنې

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    سمیع سادات؛ له جګړې د پاکستان تر غېږې

    20 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    راز 27 اگست 2026

    د خاصو کړيو لخوا له مقاومت شوری څخه د الماس زاهد د اخراجولو او د نوموړي پر ځای د امان الله ګذر په توسط په کوهدامن کې د نفوذ پراخولو هڅې

    په دې وروستيو کې يونس قانوني او عطامحمد نور د کابل په شمال، په ځانګړې…

    د ایران د ولسمشر مرستیال او د اټومي انرژۍ سازمان رئیس، محمد اسلامي: د ایران اټومي صنعت د نړۍ له مخکښو هېوادونو سره سیال پرمختګ کوي

    27 اگست 2026

    د نتانیاهو د انتخاباتي ماتې وېره؛ د رایه‌ورکوونکو د ملاتړ له کمېدو اندېښمن دی

    27 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خاصو کړيو لخوا له مقاومت شوری څخه د الماس زاهد د اخراجولو او د نوموړي پر ځای د امان الله ګذر په توسط په کوهدامن کې د نفوذ پراخولو هڅې

    27 اگست 2026

    د ایران د ولسمشر مرستیال او د اټومي انرژۍ سازمان رئیس، محمد اسلامي: د ایران اټومي صنعت د نړۍ له مخکښو هېوادونو سره سیال پرمختګ کوي

    27 اگست 2026

    د نتانیاهو د انتخاباتي ماتې وېره؛ د رایه‌ورکوونکو د ملاتړ له کمېدو اندېښمن دی

    27 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،184 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،131 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.