د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د مصالحې عالي شوری رئیس ډاکټر عبدالله‌ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د احمدشاه مسعود نوم د افغانستان د معاصر تاریخ له سیاسي او نظامي مبارزاتو، د سولې، آزادۍ او د افغانانو ترمنځ په یووالي، د باورمند سیاستوال په توګه تړل شوی. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک مسعود ته د مومن مجاهد، سرښندونکي، د استقامت سمبول او له تعصب څخه پاک شخصیت په توګه، چې د عدالت او انساني کرامت لپاره یې مبارزه کوله، د تلپاتو او منحصر به فرد کارنامو ته یې درناوی کوي.

د عبدالله نوموړي ټویټ ته په ځواب کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فعالانو، خبریالانو او څېرو مختلفې تبصرې کړې دي، چې له جملې یې ډېری تبصرې د مسعود په اړه د عبدالله‌عبدالله د خبرو په رد کې شوې دي. یادو فعالانو ویلي، افغانان جنګي جنایتکاران نه مني، تاسو ټول د بدبختیو عاملین، د بشر حقونو ناقضین او د کابل د زرګونه اوسېدونکو قاتلین یاست؛ مسعود اتل نه، بلکې د افغانستان ورانوونکی او په داخلي جګړو کې یو قاتل دی.

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال لیکلي، مسعود د سولې او یووالي اتل ګڼل د تاریخ تحریف دی، هغه یو جنګ‌سالار و چې کابل یې د واک ترلاسه کولو لپاره وران کړ، زرګونه قتلونه یې وکړل، داخلي جګړو اور یې لا توند کړ، خلک یې د قوم او ژبې پر بنسټ وېشل، هغه زخمونه چې په افغاني ټولنه کې یې جوړ کړل، لا هم وینې ترې بهېږي، د هغه ستاینه د وینې بهېدنې، ورانۍ او خیانت توجیه کول دي.

یوې ټولنیزې پاڼې نوموړي ته لیکلي، وحدت؟ له تعصب خلاص؟ د پیروانو له تبصرو یې څرګندېږي چې مسعود څنګه فکر درلوده؛ اصلاً هغه د قومي او مذهبي تعصب بنسټ کېښود. د افشار پېښته یې هیچا له یاده نه وځي، د مسعود په رګ، رګ کې قومي تعصب د وینې په څېر جریان درلوده.

د احمدشاه مسعود پلویان او پخواني ملګري یې همېشه هڅه کوي، خپلو پخوانیو جنایاتو ته توجیهات ولټوي او مسعود د یو قهرمان په توګه پر افغان ملت وتپي، خو ولس بیا دا هر څه مشاهده کړي، د ټلوالې، نظار شورا او خپله احمدشاه مسعود د شخصیت، کړنو، جاسوسۍ، جنایاتو او تعصباتو په اړه دقیق معلومات لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version