د روسیې امنیتي ادارې وايي، د هغو شپږو کسانو له ډلې څخه چې په یوه کنسرټ یې ډزې کړې وې، څلور تنه پېژندل شوي دي.

روسي رسنیو ویلي، په پېژندل شوو کې ناصرالدینوف، محمد رسول، اسمونوف ریوازیدین، صفول زاده شوخینجان او نظروف رستم ښکېل دي، چې ټول د تاجیکستان اوسېدونکي دي.

امنیتي ادارو ویلي، په ټول هېواد کې د یادو کسانو لټون پیل شوی او د هر شکمن کس د نیول کېدو په اړه هم ورته ویل شوي دي.

تېره شپه د مسکو په کروکس ښار کې په یوه کنسرټ کې شپږو کسانو پر ناستو کې خلکو ډزې پیل کړې، چې تر دې دمه ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.د یاد برید داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په مسکو کې پرونی برید غندل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو وروستی ترهگریز برید چې د داعش یې پړه اخیستې په کلکو ټکو غندي او دغه ډول بریدونه د ټولو بشري معیارونو څخه سرغړونه بولي.»

په اعلامیه کې ویل شوي، داعش په افغانستان کې او نړۍ کې یوازې ملکي وگړي په نښه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version