د روسیې بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وايي، چې نن ورځ د اکتوبر په ۷مه، مسکو کې د افغانستان په اړه د «مسکو مشورتي غونډې» اوومه ناسته د روسیې، افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شوه.

سرچينه وايي، مسکو فارمټ غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره اړینه بلل شوې او دغه راز له نړيوالې ټولنې سره د دې هېواد د فعاله تعامل ملاتړ هم شوی دی.

د سيمې هېوادونو همدا راز د خپلواک، سوله‌يیز او له ترهګرۍ او مخدره توکو څخه د خلاص افغانستان د رامنځته کېدو ملاتړ څرګند کړی او له افغان حکومت سره یې د سیمې د امنیت په پیاوړتیا کې د همکارۍ چمتووالی اعلان کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې مسکو فارمټ غونډه کې په نورو موضوعاتو سربېره افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوامداره رسولو او غير سياسي کېدو هم ټينګار شوی دی.

د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي جلا لیدنه هم ترسره کړې، چې پکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د همکارۍ پر لارو چارو بحث شوی.

ياده دې وي، چې د مسکو فارمټ مشورتي ناسته د افغانستان د ستونزو د حل اغېزمنه ډيپلوماتيکه لار بلل کېږي، چې د سیمې هېوادونه پکې د افغانستان د ثبات او همکارۍ په اړه خپل عملي دریځونه همغږي کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version