د مس عینک قراردادي شرکت مشر سونګ وینبینګ او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکبیر ترمنځ په لیدنه کې د دغه شرکت مشر اعلان وکړ چې د مس عینک پروژې په لومړي پړاو کې به د پنځه میلیارده ډالرو پانګونه وشي.

سونګ وینبینګ همداراز زیاته کړه چې دغه پانګونه به له ۳۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه زياته کړه، چې یاد کان ته د سړک تر بشپړېدو وروسته به د یاد کان د استخراج لومړني پړاوونه پيل شي او په راتلونکي کال کې به د اړتيا وړ ماشينري افغانستان ته وارد شي.

له بلې خوا د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه لوی کان د استخراج د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د مس عینک کان چې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې موقعیت لري، په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی او په نړیواله سطحه د مسو دویم لوی کان دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version