د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستاني پوځ تېره شپه په خیبر سیمه کې پر هغو خلکو ډزې او بریدونه پیل کړي، چې د اکتوبر د ۱۱مې په لویه جرګه کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.

پښتین په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې په سیمه کې د پاکستان د حکومت له خوا د انټرنېټ د بندېدو له امله د جرګې له تنظیموونکو سره یې اړیکه پرې شوې ده.

نوموړي د پاکستان حکومت ته په ځواب کې ویلي چې “د جرګې د ترسره کېدو مخنیوی ناشونی دی او د پوځ له تاوتریخوالی سره سره به جرګه یا قبایلي محکمه د مهالویش سره سم ترسره شي.

” دې اقدام په خېبر سیمه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې راپورته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو قومي حقونو دفاع کوي.

هېره دې نه وي چې تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي و چې، پر پښتون ژغورنې غورځنګ دې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version