یو شمېر اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې مصري پوځيانو په “رفح” سيمه کې له اسرائیلي پوځیانو سره نښته کړې ده.

د اسرائیلو ۱۳ تلويزون شبکې ویلي، چې د مصر او غزې ترمنځ رفح سرحدي سيمه کې د مصري پوځ او اسرائيلي پوځیانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې ده.

بل لور ته د اسرائیلو ۱۴ چينل خبر ورکړی او ادعا یې کړې، چې مصري پوځیانو په اسرائيلي پوځیانو ډزې کړي دي.

اسرائيلي رسنۍ زياتوي، چې مصري پوځيانو د اسرائيلو په يو موټر ډزې کړي، چې په پایله کې يې نښته رامنځته شوې او مرګ ژوبله هم لري، خو کره شمېره يې نه ده څرګنده شوې.

بلخوا د “والا” په نوم اسرائيلي پوځي پاڼې ويلي، چې په ياده نښته کې دوه تنه مصري پوځيان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي خو اسرائيلي عسکرو ته مرګ – ژوبله نه ده اوښتې.

د یادې نښتې په اړه مصري چارواکو تر دې مه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی، چې د مصري او صهيونستي رژيم د پوځیانو ترمنځ نښته کیږي، په داسې حال کې چې په رفح سيمه کې د اسرائيلي عملياتو په سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي او ښايي دغه نښته نوره ترینګلتیا هم رامنځته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version