د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې مصر خپل پوځ ته د تیارسۍ امر کړی دی او د پوځ یوه برخه یې له غزې سره پر پوله ځای پرځای کړې ده.

دغه راز د مصر د دفاع وزير عبدالمجيد صقر له خپل پوځ غوښتي چې، خپل پوځي تحرکات او تمرينات زیات کړي او د هر ډول شرايطو لپاره چمتو و اوسي.

مصر خپلو ځواکونو ته د تيارسۍ امر له هغې وروسته کوي چې، له غزې څخه د فلسطينيانو د اېستلو په اړه د امريکا د ولسمشر ټرمپ د پلان کلک مخالفت یې وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version