د عامې روغتیا وزارت په وړانديز او د سرپرست حکومت د مشرتابه په منظورۍ په لومړي ځل هېواد کې د سرطاني ناروغيو د درملنې د روغتون لپاره تعمير ځانګړی شوی او تمه کېږې ژر به د روغتون چارې بشپړې او په فعاليت پيل وکړي.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د ياد وزارت سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي له ياد روغتون څخه د ليدنې پر مهال د سرطان ناروغان ځورېدلي او اړمن خلک بللي او د روغتون مسولین یې هڅولي ترڅو ژر تر ژره د روغتون چارې بشپړې او د ناروغانو لپاره خدمات پيل کړي.
د معلوماتو له مخې یاد روغتون به په درې مرحلو کې خپل خدمات پیل کړي، چې لومړنۍ مرحله یې ترسره شوې او په دوه نورو مرحلو کې د سرطان ناروغانو لپاره د بېلابېلو عصري تجهیزاتو تر لاسه کول او فعالول دي.
هېره دې نه وي چې د هېواد د روغتيايي سکتور په تاريخ کې د عامې روغتيا وزارت ياد اقدام بې ساری ګڼل کېږي او طمعه ده د سرطان ناروغان به له دې وروسته د ګاونډيو هېوادونو پرځای په کابل کې تداوي کېږي.