افغانستان یو اسلامي هېواد دی. د دې هېواد ولس په ټولو پېرونو کې مسلمان او د ټینګو عقایدو درلودونکی پاتې شوی دی، د هر هغه یرغلګر او دښمن په وړاندې پاڅېدلی چې د دین او شریعت د له منځه وړلو او ویجاړولو په نیت یې پر دې هېواد برید کړی، د خپل سر، مال او د خپلو ټولو شتو په بدل کې یې جهاد ترسره کړی دی.

د افغانستان دروند ولس همېشه د اسلامي نظام ملاتړی او د شریعت ثابت‌ قدم مدافع پاتې شوی دی. همدا ملاتړ په پایله کې ثمر ته ورسېد او له څو کلونو اشغال او تېري وروسته، افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ هیلې ته ورسېد.

کله چې د دین او اسلامي احکامو خبره کېږي، د افغانستان ولس په درناوي سر ټیټوي او په بشپړ اخلاص سره یې مني. دوی د دیني احکامو په وړاندې هېڅ ډول سرغړونه نه کوي او له زړه څخه د بشپړ اطاعت غوښتونکي دي.

د افغانستان هغه تښتېدلي مخالفین، چې د اسلامي او ولسي نظام له رامنځته کېدو راهیسې یې د مخالفت لاره خپله کړې او کله نا کله د ناهیلۍ له کونج څخه د هیلو آواز پورته کوي، په تېرو څلورو کلونو کې یې په پرله پسې توګه د مقابلې، مخامخ کېدو او د متحدو ډلو او ګوندونو د جوړولو خبرې کړې دي، ترڅو وکولای شي په افغانستان کې کوم رول ولري. خو دوی په دې کلونو کې تر خپل تېر تور تاریخ هم ډیر رسوا شوي او د هغوی اصلي څېره لا نوره هم بربنډه شوې ده.

اوس دې ټولي د افغانستان د درانه ولس ځانګړتیاوو ته پام اړولی، د دیني رنګ لرونکو کلمو او تعبیرونو په کارولو سره ډګر ته راوتلي او په رسنیو کې څرګندېږي. دوی داسې اصطلاحات کاروي چې ګواکې تر ټولو زیات دیندار کسان همدوی دي، ځان داسې ښيي لکه په رښتیا هم چې دوی د اسلام او شریعت داسې ریښتیني ملاتړي او مدافعین وي، چې حق یې تر پښو لاندې شوی.

خو که حق په خپل ځای کېښودل شي او ریښتیا وویل شي، همدې ټولي د اشغال په کلونو کې د دین پر احکامو پښه ایښې، د دښمن په ګټه یې فعالیت کړی او د خلکو په ژوند کې یې د اسلام د کمزوري او کمرنګه کولو لپاره هڅې کړې دي.

که همدا کسان نه وای او دښمنانو ته یې د دوستۍ او همکارۍ لاس نه وای غځولی، اشغالګر به هېڅکله نه وای توانېدلي چې په مستقیم ډول هېواد ته د ننه شي، د اوږدې مودې لپاره د دې ولس وینه وزبېښي، طبیعي او ملي شتمنۍ یې لوټ کړي.

اوس دغه ټولی د عامه افکارو د اغېزمنولو لپاره له هر ډول چل، فریب او دوکې څخه کار اخلي، د دوی لپاره ارزښتونه او باورونه هېڅ معیار نه لري. دوی تر هغه وخته د پسونو په پوست کې ځان څرګندوي، ترڅو ښکار تر لاسه کړي؛ کله چې فرصت ومومي، له منځه یې وړي. د دوی لپاره هېواد او هېوادوال هېڅ کوم ارزښت نه لري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version