د افغانستان برښنا شرکت رئيس، ملا عبدالحق همکار د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګريزې خونې مسئولينو سره کتنه کې، د برښنا انرژۍ پراختيا، پانګونې او د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو همکاريو پر لارو چارو خبرې کړي.
د افغانستان برښنا شرکت وایي، ښاغلي همکار د برښنا انرژۍ په پراختيايي پروژو کې د عامه او خصوصي سکتور ګډې همکارۍ پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي یې دي، چې افغانستان د برښنا انرژۍ پراخ ظرفيتونه لري، چې د همغږۍ، ګډو هڅو او همکاريو له لارې کولای شي د ځانبسياینې پر لور اغېزمن ګامونه واخلي.
ورته مهال د افغانستان–پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې استازو د برښنا سکتور کې د پانګونې پراخو رامنځته شويو فرصتونو په تړاو د ا.ا هڅې ستايلي او ډاډ یې ورکړی چې یاده خونه، د برښنا توليد، لېږد او وېش برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
