د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د یاد سفارت مسؤلینو ته په وینا کې ویلي، په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی چې په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي برادر ویلي: «د هېوادوالو هوساینه او خوښي زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسؤل کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار ووسي.
بل خوا په تاشکند کې د افغانستان سفارت مسؤلینو د سفارت د فعالیتونو په اړه ښاغلي برادر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ازبکستان کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په تاشکند کې د افغانستان سفارت د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.