د سرپرست حکومت د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبکستان ته د سفر پر مهال د افغانستان په سفارت کې له افغان پانګوالو او سوداګرو سره کتلي.

اقتصادي مرستیال ویلي، چې اوس‌مهال هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب شرایط برابر شوي، او د دوی پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه خوندي دي.

ورته‌مهال ازبکستان کې مېشتو افغان پانګه‌والو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ کړی او هر پانګوال له لسو څخه تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version