د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خوست ولایت کې د یوې مدرسې په فراغتغونډه کې ویلي، چې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي.

ښاغلي برادر زیاته کړې: «په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې په رښتینې بڼه ظهور وکړ، دا روایت له مدارسو راوټوکېد، کلیو او ښارونو ته یې سرایت وکړ او په داسې دوامداره مقدسه مبارزه بدل شو چې سترو کفري لښکرو ته یې شرموونکې ماتې ورکړه.»

ښاغلي برادر د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویلي، له نېکه‌مرغه د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره تجارتي اړیکې پراخې شوې، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي او د امارتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version