د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د مشرتابه د حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء مخکني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ناستې په ترڅ کې د مهاجرینو چارو وزارت کارکوونکو ته د وزیر په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه.

د خبر پاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر د مشرتابه له لوري د مهاجرینو چارو د وزیر په توګه د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي څو د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لاغوره خدمت جوګه شي. نوموړي د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د تېر په څېر په کارونو کې د اخلاص سپارښتنې کړي او یادونه یې کړې چې په ګډه به د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسؤلیت په ښه توګه پر مخ یوسي.

د یادې خبرپاڼې په پای کې راغلي چې، ښاغلي عبدالکبیر یادونه کړې، چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له چارو خوښ دی او هڅه به وکړي چې افغان کډوالو ته لا ښه خدمات وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version