د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې په مسلکي ډول د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلېدونکو سړکونو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر د دې کان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سترې سرچینې په توګه له اساسي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې د مسلکي استخراج له لارې به د هېواد د چټک اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بلخاب د ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج پروسه تر دې دمه ښه روانه ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د اړتیا وړ د ډبرو سکاره به په کمه بیه دوی ته ورکول کېږي او همداراز به دوی ته د سړکونو، روغتونونو او نورو برخو کې ټولنیز خدمتونه لا زیات شي.

د یادونې ده، چې اوسمهال له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول په دغه کان کې په کار بوخت دي او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version