د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي «قطیو» تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، دا په افغانستان کې د المونیمي «قطیو» د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي.

دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version