ځایي سرچینې وایي، افغان ځواکونو تېره شپه د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر څو پوستو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې د «لوی ګوریکا تاریکي، لېټۍ، صوتانو او ډنډې» په نومونو د پاکستاني ملېشو پوستې په نښه شوې دي.

د سرچینو په وینا، د بریدونو له امله د پاکستاني ملېشو یوه پوسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې او پاتې نورې پوستې نسبي زیانمنې شوې دي.

سرچینې زیاتوي، چې تېره شپه له یادو پوستو څخه د فرضي کرښې دې غاړې ته پر پرتو کلیو د هاوان او توپونو مرمۍ توغول شوې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version