د کندهار د عینو مېنې اړوند سیمه کې د کندهار پوهنتون یو شمېر هغه محصلان، چې په شخصي کورونو او پلازو کې اوسېدل، او په کمه بیه یې کرايه کړي و په وروستیو کې د استوګنې له ستونزو سره مخ شوي دي.

هندوکش غږ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ د دغو کورونو او پلازو مالکانو په وروستیو کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل کړې دي، چې له امله یې له استوګنځیو څخه محصلان غوښتل شوي څو خپل ځایونه تخلیه کړي او د ځينو اطاقونو کرایې یې هم لوړې کړې دي.

په ورته وخت کې، د کندهار پوهنتون مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د موضوع د حل لپاره یې د کورونو او پلازو له مالکانو سره خبرې کړي او هڅه کوي چې د محصلانو لپاره بدیلې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار پوهنتون د مسؤلينو په خبره تازه یې یو پلاوی استولی، څو د کورونو د مالکانو، محصلانو او امنیتي مسوولینو ترمنځ د تفاهم هڅه وکړي او د دغو خبرو په پایله کې پرېکړه شوې چې محصلانو ته به د اوسني ځای د تخلیې لپاره شاوخوا شل ورځې وخت ورکول کېږي.

د مسؤلينو په وینا، هڅې روانې دي څو د یادو محصلانو لپاره د پوهنتون په داخل کې د لنډمهاله استوګنې زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې دا کورونه شخصي ملکیتونه دي او د ترمیماتي چارو له امله یې د تخلیې غوښتنه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version