د افغان حکومت رئیس‌الوزراء، ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د ټلیفونې اړیکې له لارې پر سیمه‌ییزو بدلونونو او د پاکستان پوځي رژیم او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې کړې دي.

د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، ښاغلي اخند پر ايران د امريکا او صهیونیستي رژیم د يرغل په پايله کې سيمه کې د رامنځته شویو ترينګلتياوو پر زياتوالي اندېښه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د مشکلاتو پر حل باور لري‌.

هغه د تېر کوچني اختر پر مهال د رد الظلم دفاعي عملیاتو توقف ته په اشارې زیاته کړې، بايد له داسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د ترينګلتياوو د زياتوالي لامل کېږي.

ملا محمد حسن اخند ویلي، د ستونزو د حل لپاره بايد له «حکمت او عقلانيت» څخه کار واخيستل شي.

په ورته مهال د مالیزیا لومړي وزیر د سیمې پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او هيله یې ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version