ایران کې د پرځېدلي جمهوریت سفیر، عبدالغفور لېوال وايي، افغانستان انټرنشنل سره مې د یوې خپرونې هوکړه کړې، څو ادبیات، تاریخ، ټولنپوهنه او ملي فرهنګ وځلوم. دا هوکړه پر داسې مهال ترسره شوې، چې انټرنشنل رسنۍ د پاکستان – افغانستان له جګړې راهیسې ډیورنډ فرضي کرښې ته د سرحد لفظ کاروي او له دې رسنۍ په څرګند ډول د اسلامي او افغاني ارزښتونو په ضد برنامې دایرېږي.

لېوال د پرځېدلي جمهوریت پر مهال، د ملت‌پالانو او روڼ‌آندو له نوم په استفادې د ودان افغانستان په نوم یو ګوند جوړ کړی و، چې هدف یې د تاریخ، ملي فرهنګ او دیني باورونو مسخه کول وو، د دې ګوند مهمو غړو لوړو دولتي پوسټونو ته لاس‌رسی درلوده او له هغه په استفاده یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو د تحریف چارې پر مخ وړلې.

له تېرو څلورو کلونو د نوي افغان حکومت له حاکمیت سره دوی خپل پوسټونه له لاسه ورکړه او دا چاره ودرېده، خو د ګوند مسؤل یې دا ځل له یوې داسې رسنۍ دا چاره پر مخ وړي، چې بنسټیز مأموریت یې د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په ملاتړ، د افغانستان له تاریخ، ملي فرهنګ او ادبیاتو سره دښمني او د هغوی تحریف ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version