د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دې غونډې ته ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له ډلې یې ۲۹ پروژې منظورې او ۱۴ نورو کې یو لړ تعدیلات راغلل.
په منظور او تعدیل شویو پروژو کې په ورځني ډول ۵۰۰۰ ټنه تولید ته د جبل السراج سیمنټو فابریکې د ظرفیت لوړول، په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس په ظرفیت د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د فابریکې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه په ظرفیت د حرارتي برښنا تولیدي فابریکې جوړول شامل دي.
دغه راز په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د پنجشیر او دایکندي ولایتونو د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو او په مختلفو ولایتونو کې د برښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول هم شامل دي.
د یادونې ده، چې منظور شوې پروژې د افغان حکومت له لوري تمویلېږي.
