ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د دې وزارت د وزير په ځانګړي امر هغه بې سرنوشته مجاهدين بيا په دندو ګماري، چې د امنيتي او تصفيوي کميسيون له لوري یې د دویمې کره کتنې فورمې تاييد شوې وي.
ياد وزارت له ټولو بې سرنوشته پاتې مجاهدينو غوښتي، چې د دې وزارت اړوند د جلب او جذب قوماندانیو په مرکز او ولایتونو کې نوملیکنه تر سره کړي.
د نوملیکنې لپاره د تابعیت تذکره او تائید شوې د تصفیې فورمه اړينه بلل شوې ده.
