د ملي دفاع وزارت، د ځانګړو ځواکونو فرقې د ښوونیز مرکز له (پنځمې) دورې څخه ۵۱۳ تنه منسوبین د عقیدوي او ځانګړو کمانډويي «سختو پرمختللو» پوځي زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین فطرت د ځانګړو ځواکونو فرقې قومندان الحاج نصرت حاجي لالا او ګڼ شمېر نورو پوځي چارواکو او دیني علماوو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، لوی درستیز قاری محمد فصیح الدین فطرت په خپله وینا کې نویو فارغ شویو منسوبینو ته د فراغت مبارکي ورکړې او ورته یې ویلي: «تاسو هغه غښتلي مجاهدین یاست، چې پرون مو د جهاد په سختو سنګرونو کې د کفارو د اشغال په مقابل کې د سر او مال په بیه مبارزه کوله او اوس مو په ډېره میړانه اونه ستړې کیدونکو هلو ځلو د اسلامي نظام د بقاء او خپل هېواد د ساتنې لپاره د ځانګړو ځواکونو کومانډويي سختې زده کړې ترسره کړې، چې ستاسو دغه سترې بریاوې، مسلکي وړتیاوې او رزمي نمایشونه د دښمنانو په زړونو کې وېره اچولې او دا امید یې د تل لپاره  له لاسه ورکړی، چې د دې اسلامي نظام په شتون کې به د هېواد په پاکه خاوره کې خپلو کرغیړنو موخوته ورسیږي.»

ښاغلي فطرت د خبرو پر دوام زیاته کړې: «اتلو مجاهدینو! لکه څنګه مو چې د کفر اشغال مات او ختم کړو او خپل هېواد مو آزاد کړ، اوس هم په تاسو ټولو فرض ده چې د اسلامي نظام د بقاء لپاره او خپل هېواد د ساتنې په موخه شپه او ورځ د دښمنانو په مقابل کې مبارزه وکړئ.»

په دغه مراسمو کې په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال ځانګړو کومانډویي ځواکونو ژمنه کړې، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته د سر په بیه چمتو دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version