د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د کاناډا د دفاع وزیر «بيل بلر» اعلان کړی، چې هیواد یې په فعاله توګه د امریکا د F35 جنګي جېټ الوتکو لپاره د بدیل په لټه کې دی.

د سرچينو په وينا، نوموړي ویلي هڅه یې داده، چې هر څو ژرکاناډا له نورو جنګي الوتکو جوړونکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او د امريکايي جېټ الوتکو پرځای له هغوی الوتکې وپېري.

کاناډا د لاکهيد‌ مارتين‌ په نوم له يوه شرکت سره د امريکايي جېټ الوتکو د پېرلو لپاره د ۱۹ ميليارده امريکايي ډالرو قرارداد لري خو اوس داسې ښکاري چې ياد قرارداد له سره وکتل شي او يا هم لغوه‌ شي.

د کاناډا د دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، واک ته د ټرمپ په رسېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خورا ترينګلې شوي او ټرمپ د ځینو نورو هیوادونو په شمول پر کاناډایي توکو ۲۵سلنه تعرفې لګولي او په ځواب کې یې کاناډا هم ورته اقدام ترسره کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version