Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملي دفاع وزارت د څلورکلنې پوځي اکاډمۍ لپاره له ۲۵۲۲تنو څخه ازموینه اخیستې
    افغانستان

    ملي دفاع وزارت د څلورکلنې پوځي اکاډمۍ لپاره له ۲۵۲۲تنو څخه ازموینه اخیستې

    صابر افغانصابر افغان27 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د ملي پوځي اکاډمۍ د څلور کلونو زده‌کړو لپاره یې له ۲۵۲۲ تنو داوطلبانو څخه ازموینه اخیستې ده.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده ازموینه پرون په څلورو ځایونو کې په پوره نظم او روڼتیا سره اخیستل شوې ده.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ذکر شوو داوطلبانو څځه به ۲۵۰ تنه د شرایطو له پوره کولو وروسته یادې اکاډمۍ د څلورو کلونو زده‌کړو لپاره ومنل شي.

    د ازموینو ملي ادارې چارسمبالي مشر شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینې پر مهال ویلي، له اسلامي سرحداتو، خاورې، خلکو او ملي منافعو څخه دفاع کول افضل جهاد دی.:«افغان ولس يو مسلمان ولس دی او دوی اسلامي نظام غواړي، ځکه خو دلته نور نظامونه بقا نه لري. تاسې شاهد ياست، په دې هېواد کې چې کومو حکومتونو د اسلامي ارزښتونو ساتنه نه ده کړې؛ په مقابل کې يې جهادونه شوي او هغه حکومتونه له منځه تللي دي.»

    نوموړي ویلي، اوسنۍ عصري نړۍ سره د سيال کېدو په موخه د ديني زده کړو ترڅنگ عصري زده کړې مهمې دي او له مسوولینو یې وغوښتل، چې په دفاعي پوهنتون کې ځوانانو ته داسې روزنه ورکړي، چې د اوسني عصر سره برابرې وي او هېواد مو د سيمې هيوادونو سره همسيال شو.:«د ازموينو ملي ادارې په تخنيکي سيستم کې انساني لاسوهنه نه کېږي او نه به چا ته اجازه ورکړو، چې د مستحق کس حق ضايع کړي.»

    د ابو عبیده بن جراح(رضي الله عنه) ملي دفاع پوهنتون د پوځي اکاډمۍ ښوونې او روزنې مرستيال ملا محمد رحيم صياد په خپلو خبرو کې وويل: په دې پوهنتون کې به داسې ځوانان روزل کېږي، چې په پوره قوت سره به له اسلامي سرحداتو، خاورې، خلکو او ملي منافعو څخه دفاع کوي.نوموړي زياته کړه: کله چې يو محصل په دې پوهنتون کې جذب شي، لومړی يو کال عموميات لولي او تر هغې وروسته په بېلابېلو څانگو(حقوق، رياضي، کيميا او نورو) کې اختصاصي زده کړو ته شاملېږي.

    مخکینۍ مقالهاسلامي امارت: هڅه کوو چې د لسگونو کلونو قرباني ضایع نه‌شي
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې کب‌روزنه د پراختیا په حال کې ده

    مربوطه لیکنې

    تېر یو کال کې ۸۱ راستانه شوو سوداګرو او صنعت کارانو ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې

    22 اگست 2026

    د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

    22 اگست 2026

    د حسیب قوای مرکز وژنه؛ د مقاومت جبهې دننه اختلافات او د معلوماتو د افشا کېدو ادعاوې

    22 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 22 اگست 2026

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    د ځینو سیمه ییزو څېرو ناڅاپي مخالفت چې له ناسمو شخصي انګېزو او غیر قانوني…

    په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د قربانیانو شمېر ۸۹۱۵ تنو ته ورسېد

    22 اگست 2026

    په غزه کې له ۳۵۰ زرو ډېر ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي

    22 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    22 اگست 2026

    په لبنان کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د قربانیانو شمېر ۸۹۱۵ تنو ته ورسېد

    22 اگست 2026

    په غزه کې له ۳۵۰ زرو ډېر ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي

    22 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،178 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،127 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.